دافغانستان داوسني سختي لانجي دسياسي حل لاره
انجنير سيد عبدالقادر   انجنير سيد عبدالقادر

 

13.05.2010                                 دوهمه برخه : 

     

 

دوهمه برخه : هغه ستونځي اومقاومتونه چه دسياسي حل په وړاندي په يوه ناپاکه ائتلاف کي  قرار نيولي دي  :  

 که دافغانستان داوسني لانجي سياسي حل  ته په دقت نظر واچوو ، دورايه معلوميږي چی ددې سياسي حل په وړاندي دري اساسي چيلينچونه قرار لري ، يعني داخلي ، منطقوي او نړيوال ۰

بايد ووايو چی ددې ټولو چيلينچونو اساس هغه سياسي او اقتصادي اهداف دي چی هغوي ته درسيدو له پاره يې دنهو کلونو راهيسي  دافغان ولس سپيڅلې خاوره  تر مختليفو نومونو لاندي يعني ( تروريزم ، مخدره مواد او دالقاعدي ) پر ضد دجګړي په سره  ميدان تبديله کړي د ه ۰ چی په لنډ ډول به پر هر يوه باندي د واقعيتونو په نظر کي نيولو سره  لږ څه مکث وکړو ۰( ولی  منطقوي او نړيوال چيلينجونه به په دريمه برخه کي دليکني داوږدوالي له کبله  تر څيړني لاندي ونيسو ۰ )

۱ ـــ داخلي چيلينچونه :

دامريکا تر رهبري لاندي زموږ پر پاک وطن  دغربي نړي دنهو کلونو وحشتناکه يرغل ليري او نيژدي هدفونه  تاريخ او وخت ډير ژر  ‍په افغانستان او منطقه کښي ښکاره اوپه ګوته کړل ، چی ددې يرغل هدف نه يوازي په افغانستان کي د نظامۍ او استخباراتي اډو جوړول دي ، چی دمرکزي آسيا دتيلو زيرمي تر خپل کنترول لاندي راولي ، دهند او چين دبي ساري اقتصادي پرمختګ مخه  و نيسي ۰ اوهم   دايران زور زياتي په خپل کنترول کي راولي ، اودتيلو زيرمو ته ځان نيژدي کړي ۰

ولی دبله طرفه بيا  دافغان ولس ملي شتمنيو ته هم دډيره وخته غاښونه چيچي ۰ او غواړي ددې اشغال په درشل کي ددې ولس پراخه ملي شتمني په دوه ډوله تاراج کړي ۰ لومړي داچی  : دافغان ولس دارادي خلاف دافغانستان په مختليفو اجتماعي او  اقتصادي عرصو کښی دخپلي خوښي او ګټي سره سم داسي مقرري جوړي کړي او جوړوي يې ،  چی اکثرأ دنړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق له لاري  دافغان ګوډاګي رژيم مختليفو وزارتونواومستقيلو رياستونو  ته ورکول کيږي ، چی دوي غواړي  دداسي مقررو او قوانينو په عملي کولو سره ډير ژر دافغان ولس  شتمني په خپلو لاسونو کي ټينګه او دا يرغمل سوي ولس داقتصادي پلوه داسي وځپي چی نور بيا دغرور او افتخار سر پورته نه کړايسي ۰ ولي دچورپه دې لړي کي  دملي شتمنيو يوه برخه دافغان ولس دارادي خلاف افغاني بشري او اقتصادي جنايتکارانواو دغربي نړي څخه راغلو يو شمير تيکنوکراتانو ( اقتصادي جنايت کارانو)  ته ورکوي ، چی ددې لاري څخه دوي غواړي ددې جنايت کارانو څخه  په افغانستان کي يوه نوي  په خپل لاس  مصنوعي طبقه جوړه کړي ۰چی ددې نارواعمل په نتيجه کي به دوي  ژر وکړايسي  چی  افغان ولس دخپلي شتمنيو څخه محروم کړي ۰ چی  دپورتني ادعا دښه ثبوت او وضاحت له پاره به په لنډ ډول سره لاندي دوه مثاله ومحترمو لوستونکو ته وړاندي کړم ۰چی دناټو دقواوو په زور په څونه ظالمانه ډول دافغان ولس دارادې او دټولو اسلامي ارکانو څخه ليري او په پټه حتی ددوي دجوړ کړي اساسي قانون څخه هم  په ليري فاصله کي دافغان ولس ملي شتمني په څونه  بي رحمی   خپل تر منځ تقسيموي ، چی ځيني وخت دا تقسيمات په داخل او ځيني وخت په بهر کي تر سره کيږي ۰ او کوم وخت چی ولس په خبر سي  بيا دا ګوډاګي چارواکي پر دې ښکاره تاراج باندي  دآزاد بازار او خصوصي سيکتور دتقوې نوم  ايږدي ۰ دمثال په ډول  :ديوي اقتصادي مجلي په حواله چه دډوبي دمخابراتي سيسټم دامتيازدپلورلوقيمت يي دري ميليارده ډالره ليکلي وو، چه پلورل سويدي۰
په داسي حال کي چه دډوبي دخلګو شميرنيژدي يونيم ميليون ته رسيږي
۰ ولي دځينواطلاعاتوله مخي دافغانستان دمخابراتووزارت مخابراتي امتياز وافغان بيسيم ته په څلور لکه ډالره ورکړي دي ۰ په داسي حال کي چه دخبري رسنيو په حواله په اوس مهال کي   تر   لس ميليونه ډیر افغانان تليفوني آسنتياوي لري ۰ چه داخپله يوه سرسامه وونکي خبره ده ، ځکه هم دغه شرکت دځينو رسنيوپه حواله هره ورځ دڅلورو ميليونو ډالرو په شاوخوا  کي عايدات تر لاسه کوي ۰ په داسي حال کي چی نظر وټولو اسيايې مملکتونو ته دافغانستان د تليفوني مخابري قيمت  نيژدي دري چنده لوړدي ۰ ځکه نو  شايد عايدات يې تر پورتني رقم هم  ډير لوړ وي ۰ ولي که دا ملی امتياز لاس پو څو  چارواکوو افغان بیسيم او روشن شرکت ته نه واي ورکړي ، نودا په ميلينو نو ډالره به هره ورځ په افغانستان بانک کي دملي عايد سره جمع کيدلاي ، او ددې جنګ ځپلي ولس داجتماعي اړتياوويوه برخه به يې تامينولاي ۰ ولي متاسفانه دا ملي عايد په وچ زور دپردويو شرکتونو دلاري  وخارجي بانکونو ته انتقاليږي ۰ ولی ددې ښکاره ملی تاراج جواب به هغه وخت ولس ددې اوسني لاس پوڅوچارواکو څخه غواړي ، چی اشغال مات او دخلګو نماینده دولت په وجود راسي  ۰ځکه نوبيات صاحب  ددغسي لوي غير مشروع امتياز په درلودلوسره دثور اتمه  ددارالامان په غرونو کي د ملی دفاع دوزارت سره يو ځاي په ( آتش بازيو )  باندي په ډيرو خوشحاليو سره ولمانځل ، ځکه که په اتمه دثور دملګرو ملتونو پلان عملي بڼه نيولي او بي طرفه دولت واک او اختيار په لاس کي اخستي واي، اوس به ډګروال وردګ نه ستر جنرال اونه به په ملی شتمنيو باندي دنورو اقتصادي جنايتکارانو په څير دسلګونو ميلونونو ډالرو خاوند سوي واي ، اونه به بيات صاحب ددې شان او شوکت لرونکي واي ۰ ولي دوي نه يوازۍ  دکابل په هغو لس هاوو زرو کورنيو باندي زړه ونه سوځوۍ ، چی دثور داتمي دنوي حاکميت په راتګ سره يې  دبشري جنايتکارانو له خوا څخه خپل دکورني غړيي په شهادت ورسيد  ل ، او هم ددوي  وآتش بازيو ته نيژدي ددارالامان هغه  تاريخي او  جنګ ځپلي قصر ته يي هم ونه کتل  ،چه خپلي آتش بازي يې بندي کړي واي ، او ښکاره حقيقت ته يې پناه وړي واي ۰

‍‍‍دوهم مثال :د  کابل انتر کانټي ننټال هوټل چی دباغ بالا په ښکلي لوړه سيمه کي قرار لري ، دظاهر شا هی رژيم د څلورمی لسيزي په لومړيو کي په ډیرلوړ کيفيت او عصري سيسټم باندي جوړ سوي ، چی نه يوازي  دنړيوالو سيلانيانو داستراحت  له پاره دپام و ړوو،بلکه د لوړي سطحي رسمي ميلمستياوي هم پکښي کيدلي ۰ ولی په پينځمه  اوشپږمه  لسيزه کي د ځينيوداخلي او بهرنی هنرمندانو کنسرتونوته  او دکابل دښاريانو دودونو پر مخ يې هم دروازي خلاصي کړي  وی ۰ چی ددې درکه يې دکاله ميليونونه ډالره  خالص عايد درلودي ۰ ددې ملی هوټل لوړ کيفيت په دې کي نغښتي  دي چی په ډير ښکلي ځاي کي يې  موقعيت نيولي دی ۰ ولی دملت دشتمنيومعلوم الحاله  ښکاريانو  د امريکايې قواوو داشغال په دې بهير  کي  محترم ( زلمی رسول )  په ۱۳۸۲ کال کښي کوم وخت چی هوانوردي  وزيروو، په ډوبی کښی  يې بيله داوطلبۍ څخه دنافذه قوانینو او مقرراتو څخه په ښکاره سر لغړونه و يوه  بهرنی شرکت ته چی د ( فري کام ) په نوم ياديدي ددیرشو کلونو له پاره دکاله په يو لک ډالره په اجاره  ورکړي ۰ چی په هغه وخت کي هم په ډوبی کښی دووافغاني تجارانو( مصباح او نقيب احمد )  دکاله ديو ميليون او دووميليونو ډالرو په قيمت غوښتي وو، او ويلي وه چی په يو لک ډالره دافغان ولس  سره ښکاره  ظلم دي چی دا هوټل په کرايه ورکول کيږي ۰

ولی دزلمی رسول وروسته  دترانسپورت نوي وزير مرحوم  ميرويس جاويد دهم هغه شرکت سره بيا  دکاله په پينځه لکه ډالره او دقرارداد وخت يې دديرشو کلونو څخه پينځلسو کلونو ته راټيټ کړي ۰ او ويلی وه چی دکاله په يو لک ډالره دا هوټل په کرايه ورکول دافغانستان دخلګو سره ښکاره ظلم دي ۰

ولی په ۱۳۸۴ کال کي کرزي صاحب دقرارداد دبررسي له پاره دري نفره د هيئت په توګه چی عبارت د ( امين فرهنګ د تجارت پخواني  وزير، عبدالسلام عظيمي دقضا لوي مشر ، اسحاق نادري دکرزي اقتصادي مشاور ) څخه وه وټاکل ،او  د۸۳ يم لمبر فرمان له مخي دوي بايد  دهوټل اجاره داوطلبي ته سپارلي واي  ۰ ولی دې هيئت هم پورتني فرمان تر پښو لاندي او ددې هوټل له پاره داوطلبي ونکړل ، ولی دوي بيا دا هوټل  يوه نوي شرکت ته د ( اف ، کا ، اچ ) په نوم  په يوه بله  پټه معامله کښي بيا هم  په پينځه لکه ډالره ورکړ ۰ په داسي حال کښي چی دهوټلونو دتصدي  ريئس  ( محترم نورستاني ) په هغه وخت کښي ويلي وه چی په اوس مهال کښي ددې هوټل کلني خالص عايد دري ميليونه ډالره دی ، بايد په دې قيمت ورنه کول سي ۰ ولی دافغان ملی ګټو ضد ښکارايانو دا هوټل  په يوه پټه معامله کي  دخپلي ګټي او خوښي سره سم بياهم په پورتني قيمت  ورکړ ۰( ددې داستان پوره متن دسياسي څيړينوکي اوملی ګټو ته وفاداره محترم رزاق مامون په مستنده ليکنه کي دکابل پريس په ويب پاڼه کي کتلاي سي ۰ ) 

باید ووايو چی داشغال  دنهو کلونو په وخت کښی پورتني دوه مثاله يوازي دنموني په شکل  محترمو لوستونکو وړاندي  سول ، ولي حقيقت خو دادي تر څو چی زموږ وطن تر اشغال لاندي او ولس مو يرغمل وي ،نو ترهغه وخته به  دافغان ولس دملی شتمنيو دچور او چپاول لړي به دخارجی او داخلی اقتصادي جنايتکارانوله خوا  روانه ساتل کيږي ۰ ځکه نوداوسنۍ کشالي  دسياسي حل په وړاندي نه يوازي ديو شمير هيوادونو واکمنان بلکه  داخلي اقتصادي جنايت کاران اودغربي نړي څخه راغلي تيکنوکراتان  هم په مستقيم او غير مستقيم ډول مقاومت کوی ،څو دا افغان وژنه تر مختليفو غیر توجيهي دلايلو لاندي ادامه پيداکړي ۰ اوهم  دااقتصادي جنايتکاران په يوه او بله بهانه دناټو دقواوود شتون دوخت اوږد والی ته په ډيره بي شرمانه ډول مبارزه کوي ،ځکه دوي خپل ښه ژوند او دملت دشتمنيو چورول يوازي او يوازي په اوسني اشغال کښي ويني ۰ مثلا داپريل پر دولسمه نيټه دهرات په ښار کښي دمعدن دوزارت له خوا څخه دمر مرو دډبرو داستخراج په هکله يو کنفرانس جوړ سوي وو،  چی په دې کنفرانس کښي ديو شمير اشغالګرو هيوادونو سفيران او دغربي نړی په لاس جوړ سوي په اصطلاح ملي تجارانو هم ګډون کړي وو ۰ چی دکابل دآريانا ټلويزيون له لاري څخه يې هم خبر خپور سوو۰ په دې کنفرانس کي دمعدن نوي غير مسلکي  وزيرچی دانګليستان تابعيت لري داسي  وويل :  چی د سروي له مخي ۱۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزش دمر مرو دډبرو کانونه موجود دي چی بايد استخراج کړل سي ۰او دتجارت داطاقونو نوي ريئس ( شیر خان فرنود ) دسياسي سواد او افغاني احساس څخه په ليري فاصله کي دخپلو خبرو په درشل کي بيا  داسي وويل :

موږ بايد امريکايان په غيږ کي ونيسو دا زموږ دوستان دي ،پري يې نږدو چی ولاړ سي ،  امريکا يان غواړي چی  زموږ د مملکت څخه جرمني او يا ډوبۍ  جوړه کړي  ۰

بايد ووايو چی ددې کنفرانس اصلي هد ف داوو، چی دافغانستان دغه سر شاره ملي شتمنيو ته دغه بهرني او داخلي معلوم الحاله غله  دپانګي اچوني تر نامه لاندي  په دې  نوي بڼه  څنګه خپل ځانونه ورنيژدي او په غير مشرو ع ډول تر خپل کنترول لاندي راولي ۰ په داسي حال کي چی دمعدن پخواني ملي ګټو ته وفاداره وزير محترم ( انجنير محمد ابراهيم عادل )  دجدي ددوهمي نيټي هغه پر ملي ګټو ولاړي وړاند وايني اوڅرګندوني نن عملآ ټوله ولس په خپلو سترګو باندي ويني ، هغه دا چی ده دجدي په دوهمه  ورځ دېوه  رسمي محفل په شروع کښي  دافغانستان دولتي چار واکو ته يي داسي خبر تيا ورکړه ، چه جهاني بانک او نړيوال وجهي صندوق داسي هلي ځلي کوي ،چه ماته يي نوي ايميلونه  هم په دې اړوند دجهاني بانک رارسيدلي دي ۰ اوغواړي چه دمعدنياتو دورکولو مقررات دخپلو شرکتونو په ګټه دافغانستان په دولت باندي په وچ زور  تحميل کړي ۰ چه دادافغانستان دملي ګټوپر ضد يوښکاره  عمل دي ۰ که دافغانستان دولت ودې مهمي حياتي موضوع ته په ډير جديت باندي پاملرنه ونه کړي ، اوپه دې عرصه کۍ دخصوصي سيکتور لاسونه رالنډ نه کړي ۰ نوپسله پينځويا لسوکلونو به افغان ولس هم دافريقايي غريبو هيوادونو په څيربه دنړي پرمخ  دفقر تر سيوري لاندي ژوند کوي ۰

 

ولي دمعدن دوزارت دمقام څخه دمحترم (انجنير عادل ) دليري کيدو اودنوي غير مسلکي ا و اشغال ته وفاداره وزير تر تقررڅو هفتي  وروسته ،د هم دې وزارت معين دآريانا دټلويزيون سره په يوه مصاحبه کښي په ډير افتخار سره وويل ، چي نړيوالو دوستانو دمعدن په وزارت کښي دنوومقرراتو په جوړولو کي زموږ سره يي ډير کومک وکړ او ډير ژر به ددې مقرراتو له رويه  دافغانستان معدنيات خارجي او داخلي   خصوصي سکتورونو ته وسپارو   ۰

بايد ووايو چی په افغانستان کي دبهرنيو او داخلي اقتصادي جنايتکارانو تلاښونه او چپاول ګري دافغان ولس دملي شتمنيو په ټولو برخو کي په ډيره چټکي سره پر مخ ځي ، په داسي حال کي چی په افغانستان کي نیژدي (۸۰۰ ) صنعتي توليدي او ترانسپورتي دولتي تصدي ګاني موجودي دي ،چی ځيني يې په جنګ کي دولس ددښمنانو له خوا نيمه فلج سوي او ځينو يې بيا خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړی  وه ۰ ولی دامريکا تر اشغال لاندي  دکرزي صاحب دحاکميت دنوي اساسي قانون ۱۳می مادي پر اساس بايد دولت توليدي صنايعوته رشد ورکړي ،دبيکاري مخه نيولي او خلګو ته يې دهوسا ژوند شرايط برابر کړي واي ۰ولي دولت دخپل اساسي قانون څخه په ښکاره سرلغړونه او دافغان ولس دملی ګټو ضد  اقتصادی   سياست له مخي ټولي  پخواني توليد ي  فابريکي یو په بل پسي فلج يانيمه فلج کړي ، او وروسته يي بيا يو په بل پسي دا تصديګاني  دخصوصي سکتور دتقوي تر نامه لاندي دافغان ولس دارادي خلاف ديوه جنګي غنیمت په څير  په ډير کښته قيمت او هغه هم ددوواو درو لسيزوپه اقساطو باندي افغاني بشري اوبهرني  اقتصادي جنايت کارانو ته يوشمير ورکړي اونوره هم دا غير مشروع او غير قاتوني لړي روانه ده ۰ او هم دارنګه ددولتي مځکو ډيره برخه يو په بل پسی دفرمانونواو امرونو په زريعه په لس هاوو زره هکتاره مځکه دا جنايتکاران پرخپل نامه باندي قباله کوي ، او دملت په شتمنيو باندي شخصي ښارګوټي جوړوي  او بيا دا غير مشروع او غير قانوني  کورونه  او  مځکی پر غريب ولس باندي په ډير لوړ قيمت پلوري ۰ په داسي حال کي چی  په ميلينونو افغانان په داخل کي يوه نمره مځکه دخپل کور دجوړيدو له پاره ددې ګوډاګي دولت څخه نه سي اخستلاي ۰ بايد وويل سي چی دا ټول اقتصادي جنايات دکرزي صاحب تر ږيري لاندي مخ ته ځي ۰ او   ويلايسو چی دګوډاګي دولت نيژ دي ۹۵ فيصده ددي اقتصادي جنايتکارانو سره شريک او هم ږغه دي  ۰ ځکه نو لوي شمير  دولتي چارواکي ، بهرني او کورني اقتصادي جنايتکاران دافغان ولس دملي شتمنيو دچورولو په مقصد په افغانستان کښي داشغال ادامه غواړي ، مثلآ : دجنوري په ۱۳ مه  ورځ دبلخ والي ( لوي جنګ سالار ) په يوه مصاحبه کښي داسي وويل : که امريکا خپلي قواوي دافغانستان څځه وباسي ، افغانستان به بيرته ډيرژر دتروريزم او مخدره موادو په مرکز باندي تبديل اواداري فساد به هم ډير سي ، او غوښتنه يي وکړه چه دا قواوي ( اشغالي قواوي )  بايد دلته پاته سي ۰

او هم بايد وویل سی چی دلندن دټايمز ورځپاڼي په خپله نوي ګڼه کي ۱۲ ـــ ۵ ــــ ۲۰۱۰   د(  کرزي بافرش قالين سرخ استقبال شد ) تر عنوان لاندي  ددې ليکني په يوه برخه کي داسي ليکلي دي :    .

روزنامه تایمز در اخیر به نقل از یک مقام بلند پایه افغان که از گفتن نامش خودداری نموده می نویسد، ما به یک تعهد حضور بیست ساله ضرورت داریم و در نبود چنین تعهد و در صورت خارج شدن نیروهای امریکایی از افغانستان، ما ترس داریم مجبور شویم در انتظار یا چشم داشت مبارزه قدرت های منطقوی حکومت کنیم. یعنی محاسبه پاکستانی، محاسبه هندی و محاسبه هرکس دیگر. در چنین حالت کرزی نمی تواند دلالان قدرت را به چلنچ بکشد، مگر این که یک تعهد درازمدت ایالات متحده امریکا وجود داشته باشد.

که په لږ دقت پورتنيو واقعيتونو او  څرګندونو ته وګورو، له ورايه معلوميږي چی په افغانستان کښي ټول اقتصادي جنايتکاران که په داخل کي وه او يا دغرب او شرق څخه  دملی تجار او يا تيکنوکرات  تر نامه لاندی راغلي  دي ، ددې نهو کلونو په اشغالي بهير کښی ددوي کړونو هر څه ښکاره او په ګوته کړل ۰چی دوي ټولو په ګډه دافغان ملی شتمنيو چورولو ته په يو ه سنګر کي قرار نيولي او ټوله په افغانستان کي داشغال دادامې غوښتونکي دي  ۰

ځکه نو دليکني په وروستي برخه کي بايد وويل سي ، چی دافغانستان په اوسنيو تر اشغال لاندي سختو شيبو کي بايد ټول پر وطن مين او ملی ګټو ته وفاداره سياسي آزاد کار پوهان ، ملي ډموکراټيک ګوندونه ، اجتماعي سازمانونه او په مجموع کښي ټول پر ملي ګټو مين روشنفکران  دخپل توان سره سم دملی مقاومت تر څنګ دليکونو او ميټينګونو له لاري ددي ښکاره اقتصادي چور او چپاول په وړاندي خپله بي دريغه مبارزه وکړي ۰ اوهم  دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل له پاره نه ستړي کيدونګي  هلي ځلي وکړي ، څو په دې سختو شرايطو کښي خپل اسلامۍ او افغاني ديئن اداکړي ۰چی په نتيجه کي به ژر تر ژره وطن آزاد او  ددې چور اوچپاول مخه  به هم نيول سوي وي  ۰                                   

                                           تمت با الخير

اخځ : افغا ن جرمن انلاين ۰


May 14th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات